IQNA

د قرآن دعمومی سیالیو په اتمه ورځ ۴۴ قاریان او حافظان سره سیالي  کوي

16:58 - December 07, 2023
د خبر لمبر: 3488391
ایکنا-(بجنورد)  د اوقافو د ادارې له خوا د قرآن دعمومي  سیالیو د شپږڅلویښتم پړاؤ  نهائي مرحله  نن یعني د لیندۍ دمیاشتې د شپاړسمې  په ماښام  هم روانې دي. دغه سیالۍ د بجنورد ښار د داریوش هوټل په غونډو هال کې د ۲۲ سړیو  په سیالیو سره او د پیټروکیمیکل کمپلیکس په ستر هال کې د ۲۲ میرمنو په سیالیو سره  دوام لري. 

ایکنانیوز له بجنورده راپور راکړ، د بجنورد ښار په کوربتوب سره د قرآن کریم دعمومي سیالیو دشپږ څلویښتم پړاؤ  په اتمه ورځ  به ۴۴ قاریان او حافظان سره سیالي وکړي او  نن شپه  د شلو سپارو د  حفظ او دترتیل قرآئت  سیالۍ  پاي ته رسیږي.

 د اوقافو د ادارې له خوا د قرآن دعمومي  سیالیو د شپږڅلویښتم پړاؤ  نهائي مرحله  نن یعني د لیندۍ دمیاشتې د شپاړسمې  په ماښام  هم روانې دي. دغه سیالۍ د بجنورد ښار د داریوش هوټل په غونډو هال کې د ۲۲ سړیو  په سیالیو سره او د پیټروکیمیکل کمپلیکس په ستر هال کې د ۲۲ میرمنو په سیالیو سره  دوام لري. 

دغه دواړه  سیالۍ نن له غرمې وروسته  دوه نیمې بجې پيل شوي دي  او د قرآن ریډیوئي  چینل ، د شمالی خراسان له چینل  او د قرآن او معارفو له چینله په مستقیم ډول خپریږي او دغه راز د آپاراله خوا هم ژوندی لیدل کیدلی شي .

هشتمین روز مسابقات و رقابت 44 قاری و حافظ

https://iqna.ir/fa/news/4186445/

captcha